Banner

په پکتيا کې د ولور ستونزې/ ساحل منګل

05.12.2008 05:49

ولور په پكيتا كې يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده چې ددې ستونزې اكثره پيغلې او ځوانان مخامخ څه چې ان سرترې ټكوي ولور په پكتياكې له پخواراهيسې دود دى چې پيغلې څه چې وړې نجونې هم دډېرولور په وړاندې وركول كيږي خو دتېرو شپږو كلنو راپه دې خوا دولور په اخيستوكې خورا ډېر توپيرراغلى خو داچې ولور په ياد ولايت كې څومره اخيستل كيږي قومي مشر حاجي امين الله ځاځي په دې اړ وويل : په پكتياكې بېلابېلو سيمو كې بېلا بېل رواجونو شتون لري خو كه په اټكلي توګه ووايو له دوه نيم لكه افغانيو څخه نيولې تراوو لكو افغانيو پورې ولور اخيستل كيږي .
داچې ولور په ټولنه كې ځوانان له كومو ستونزو سره مخامخ كړي دي ۲۳ كلن ځوان سميع الله پيوند وايي :
زموږ دسيمې ډېر ځوانان په بهرنيو هيوادونو كې دمسافرۍ شپې ورځې سباكوي چې اكثره دولور دپرېكولو له پاره تللي )
كه څه هم په پكتيا كې اكثره پرېكړې او تړونونه دجرګو له لارې كيږي نو داچې تراوسه دولور په اړه كوم تړون نه دى ټاكل شوى دسيمې ډېر خلك ېې دمشرانو دې كار ته داهميت په سترګه دنه كتو پايله ګڼي خوځينې نورېې بيا په دې نظردي چې ياخو ددوى داخبره دقوم خلك نه مني او يا ېې ورپام نه دى .
دپكتيا ولايتي شورا وكيل ښايسته جان احدي وويل : موږ دقومي مشرانو سره ليده كاته كړي په لومړي قدم كې دڅلورو ولسواليو قومي مشرانو داومنله چې دوى به خپلې نجونې په بدوكې نه وركوي نوموړي زياته كړه چې يادو شو قومي مشرانو دا هم وويل چې په راتلونكي كې به دولور په اړه هم ورته پرېكړه وكړي .
خوځينې خلك كه څه هم دولوراخيستل ناروا او بد كار بولي خوځينې خلك بيا دولور نه اخيستل يوه ستونزه بولي په ګردېز كې دنجونو دلېسې يوه ښونكې رنګيزه (نور )په دې اړه زموږ خبريال ته وويل:
كه چېرته ولور وانه خيستل شي په ټولنه كې ډېر خلك داسې انګيري چې په وركړل شوې پېغلې كې څه عيب شته او بل داچې خلك فكركوي چې دولور دنه اخيستوسره ددوى لور دزوم په كور كې بې ارزښته كيږي )
خونن سبا په هيواد كې ډېر ې رسنۍ او كلتوري ټولنې په كار بوختې دي خوكه چېرې يادې شوې رسنۍ دولور يادو شوستونزو ته انعكاس وركړي دولور په اړه غونډې اوسيمنارونه جوړكړي كېداى شي ددې ستونزې په مخنوي كې به مثبت رول ولوبوي .

 

دادمحمد خريب كار 03.10.2010 19:16

دتول افغان كاركونكو او لوستونكو ته سلامونه زه داد محمد دګرديز ښارنه زما عمر ديرش كلن دي ماتراوسه واده ندي كړي په دي خاطرچي زه يو غريب كار يم ديوي ورځي مزدوري دوه سوه پنځوس افغاني دي چي په دوسوه پنځوس افغاني باندي يو نفرخپل كور هم نشي چلوي زما خواهش له هغو پلارانو څخه چي دخپلي لور ولوراخلي دادي چي دخپلي لور عمر په خپله مه خرابوه ځكه چي هغه نفر مجبوردي چي خارج ته دمزدوري له پاره لاړشي نو هلته بايد څلور يا پنځه كاله تير كړي كه يي كار پيداكړاو پيسه دارشي خو ښه كه پيدايي نكړي نو دويظي پيسي هم ورباندي پاتي شي نو بيرته چي راشي واده خو پاتي وي دويظي پيسي چي يي فرض كړي وي لااظاپه<br /> په اخر كي زما دمولوي صاحبانو څخه دا غوښتنه ده چي په جمعتونو كي خلكو ته ددي بد رواج په پند ولو كي كوشش وكړي<br /> په درناوي دادمحمد غريب كار

شفېق 28.10.2009 11:15

په رښتيا هم چي ډېر ځوانان او پيغلي له هم دي امله نا وخته واده کوي

افضل بهار 12.08.2009 09:40

سلا مونه اونيکې هيلې دټول افغان کارکونکو اولوستونکوته وړاندې کوم زه ډير خوښحا له يم چې په پکتېا کې دولور ستونځې ته مشرانو پام راوشتې خو ميدان لوګر خوست پکتيکا اوهغه نورې ديته ورته سيمې چې لويه پکتيا پوری تړلی هم ورته ګام پورته شې چې يوه لويه سيمه له دې بد بختې خلا صه شې نو دا کاربه دوطن په سيموکی دود شی افغا نان به په واقعې اسلام سره د خپلو ځوانانو شادې ترسره کړې او بيابه پيغلې په سندرو کی نه وائی پلار می په لپو روپی غواړی زما خيا لی اوربل ته نه ګوری مينه په ډير درنښت سبا مو له نن څخه ښکلی بهار له هالند نه

شکرالله صدیقې هالینډ 20.07.2009 09:41

دټول افغان کارکونکوته سلامونه زمادا نظردی هرهغه څوک چی په خور لور ولوراخلې هغه د ا سلام نه منکردې دا یوغیراسلامې عمل دی او بله داکه چیری هغه کسان چی په عربي هیوادو کی مزدورې کوی دوی راشې خپل وطن ته او ریښتیا خبره په خپل وطن کی خلکو ته وکړې چه دعربی هیوادونوشیخان کوم وضیت دافغانانو سره کوی که چیری ددی حقیقت نه په ریښتیا خلک خبر شې نو زه خو وایم که ټول عمر مجرد ژوند وکړم دا به ډیر ښه وې نه دا چی یوعرب بی کلتوره اوبی فرهنګه انسان هیڅ په هیڅ راته دنوم په ځایی د کلب یعنی سپې په نوم راته وایی چی ای سپیه دلته راشه دا ولی چا مجبور کړم چا مزدور کړم چا سپی کړم خپل ریواج اوخپلو مشرانو ای دبهادر قوم مشرانو د خدای نه لږ ویره وکړۍ او په خپل اولاد رحم وکړۍ چی دا رنګ په رنګ عذابونه خلاص شو دخدای په نزد هر څوک د خپل اولاد ذمه دار دی زه دا کار ډیر بد ګڼم چی خپلی د زړه غوښی راوخلم د ریواج په خاطر یی د نا اهله عرب غلام جوړ کړم په یو حدیث شریف کی لیکلې دې هر څوک چی ولور پیسی خورې لکه د خپلی خور یا لور غوښی چی خوری په ډیر درناوی خوګیوال ش ٠٠٣١٦٥٩٠٣٦٠٩١

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.